معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان هر کال د سیزني میوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي

پاکستان هر کال د سیزني میوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۱۹مه او د سپټمبر میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې پاکستان هر کال د مېوو په فصل کې د افغانستان د مېوې د صادراتو لپاره ستونزې جوړوي.

پاکستان تېره اونۍ د انګورو، انارو او مڼو په ګډون د افغانستان د پنځه ډوله مېوو پر هر ټن مالیه له ۱۱ زرو څخه ۸۰ زرو روپیو ته لوړه کړه.

که څه هم د مالیې لوړولو دا پرېکړه پاکستاني حکومت بېرته واخېسته، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي تېر ماښام په یوه مرکه کې وویل چې دې پرېکړې افغان سوداګر او باغداران سخت زیانمن کړل.
هغه وویل: “متاسفانه چې هرکله زموږ د مېوو وخت رارسېږي داسې یو مشکل موږ ته پیدا کېږي چې نه یوازې سوداګرو بلکې باغدارانو او کروندګرو ته ډېر اقتصادي او مالي زیان اړوي. دوی بالاخره دا پرېکړه واخیسته خو هیله لرو چې دا ستونزه به په راتلونکي کې بیا پیدا نه شي.”
پر خواله رسنیو هم پاکستان ته د اوښتونکو میوو انځورنه خپاره شوي، چې د څو ورځو له انتظار وروسته ورستې او له کاره لوېدلې دي. د خواله رسنیو کارکوونکو دا پاکستان یاده چاره غندلې او دا یې له افغان بزګرو سره سخت ظلم یاد کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس