معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې راټولو شویو سوالګرو ته د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه

کابل کې راټولو شویو سوالګرو ته د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري له کابل ښار څخه د راټولو شویو سوالګرو له کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.

افغان سره میاشت وايي، له بېوزلو سره د دوی مرستې بسنه نه کوي او په دغه برخه کې د نړیوالو بنسټونو لاسنیوی مهم دی.

په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو کمپاین د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یو کمېسیون له لوري پیل شوی چې تر دې دمه یې ۳۰۴۸ تنه سوالګر راټول کړي دي.
د دغه کمپیان موخه په ښار کې د رښتینو اړمنو کورنیو په نښه کول او د هغوی د اړتیاوو پوره کول ښودل شوي.

د سوالګرو راټولولو کمېسیون په وینا په سوالګرو کې یې داسې کسان هم په ګوته کړي چې د کار جوګه دي خو نه یې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس