معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کندز؛ د یوې میاشتې په موده کې د کرونا سلګونه پېښې ثبت شوي

کندز؛ د یوې میاشتې په موده کې د کرونا سلګونه پېښې ثبت شوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) د کندز روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې میاشتې په تېرېدو سره د کرونا ناروغۍ ۷۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

کندز کې د کوېډ – ۱۹ روغتون ځینې ډاکترانو رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده او په تېره یوه میاشت کې دوی په دغه روغتون کې تر ۷۰۰ زیات ناروغان ثبت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د کرونا او کولرا ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و.
دغه سازمان ویلي وو چې د افغانستان په زلزله‌ځپلو او سېلاب‌ځپلو سیمو کې د کولرا، نري‌رنځ او کرونا ناروغیو پېښې په زیاتېدو دي.
که څه هم کرونا ناروغي اوسمهال د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د واکسین په وسیله د له ‌منځه ‌تللو په حال کې ده، خو د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې لا هم د واکسین نه‌ تطبیق‌کېدو او روغتون ته د نه‌تګ په صورت کې د خپرېدو په حال کې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس