معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏ د کډوالۍ نړیوال سازمان یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی

‏ د کډوالۍ نړیوال سازمان یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د کډوالو نړیوال سازمان یوه پلاوي له افغانستانه د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ او کورني بې ځایه شویو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د دې سازمان دمرستیالې مېرمن دانیلز په مشرۍ دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ا.ا د حکومت له ځینو چارواکو په ځانګړي ډول بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

دانیلز ویلي چې په افغانستان ته يې د سفر پر مهال د کورني بې ځایه شویو وضعیت له نږدې کتلی او په دې برخه کې به د مرستو د جلبولو هڅې وکړي.
د کډوالو د نړیوال سازمان دې پلاوي په داسې حال کې له افغانستانه لیدنه کړې چې په تېر یو کال کې په کور دننه سلګونه کسانو د فقر او بې وزلۍ له لاسه خپلې اصلي مېنې پرېښي، دغه شان جنګ جګړې او طبیعې افتونه نور هغه څه وو چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه کېدو لامل شول.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېل نړیوال بشري مرسته کوونکي بنسټونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس