معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه (صفحه 471)

اقتصاد او ټولنه

چارواکي: ایران ته په افغان صادارتو کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی

افغان چارواکو ویلي، چې ایران ته له افغانستان څخه صادرات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوي دي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د سوداګرۍ او پانګوونې خونه وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته د افغان توکو د صادراتو کچه …

ادامه نوشته »

په افغانستان کې مالي بحران؛ نړیوال اقتصادي فشارونه به بدې پایلې ولري

افغان حکومت وایي نړیوال دې خپل اقتصادي فشارونه ژر تر ژره ختم کړي. ګهځ: نن د یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د اسلامي امارت لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره وړاندیز شوی دایمی استازی او د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې اروپايي رسنۍ سره په تازه څرګندونو …

ادامه نوشته »

IOM وايي د مرستې رسونې بهیر کې ور ته د چا لاسوهنه د منلو نه ده

د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM وایي په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا لاسوهنې نه مني. په افغانستان کې د یادې ادارې چارواکو ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي، په دې لټه کې دي چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو …

ادامه نوشته »

ایران د ا.ا له چارواکو په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه غوښتې

د ايران له خوا د افغانستان او ايران لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې په دغه هېواد کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه ورکړي. ګهیڅ: د یادې خونې مشر حسين سليمي تېره ورځ جمعه (د لیندۍ ۵مه) د ترکېې اناتولي خبري ته ويلي، …

ادامه نوشته »

مجاهد: د ا.ا لومړیتوب د هېواد ابادي ده هېوادوال دې هیلې نه بایلي

ګهیځ: نن د سې شنبې ورځ د (لنیدۍ ۳مه) د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب د هېواد ابادي ده او تمه لري چې هېوادوال خپلې هیلې ونه بایلي. نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا د ټولو هغو اقداماتو …

ادامه نوشته »

د بښنې نړیوال بنسټ: پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې ختم کړای شي

د بښنې نړیوال بنسټ وایي نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالي بندیزونه ختم کړي. ګهیځ: د بښنې بنسټ نن چهار شنبه (د لنیدۍ ۳مه) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی. د راپور په وینا له …

ادامه نوشته »

برېښنا شرکت: د پورونو د راټولولو لپاره نوې کړنلاره جوړه شوې

د برېښنا شرکت وایي، د برېښنا له پوروړو د پورونو د راټولولو لپاره یې یوه نوې کړنلاره جوړه کړې ده. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي نن سې شنبه (د لېندۍ ۲مه) رسنیو ته وویل چې کړنلاره یې د اسلامي امارت له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخُند سره …

ادامه نوشته »

چین: امریکا د افغانانو د پیسو په کنګل ساتلو په ټولیز ډول افغانانو ته سزا ورکوي

چین د افغانستان د پولي زېرمو کنګل ساتل په ټولیزه توګه د دې هېواد خلکو ته سزا ورکول بللې. د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاند ژائو لي جیان، خپلو اصلي واکدارانو ته د کنګل شویو پیسو په بېرته سپارلو د ټینګار تر څنګ په افغانستان کې د بشري ناورین …

ادامه نوشته »

چین افغانستان ته زرګونه ټنه نورې بشري مرستې استوي

په کابل کې د چین سفیر وايي، له ۱۰۰۰ ټنو څخه د زیاتو بشري مرستو جوپه د افغانستان په لور خوځېدلې ده. وانګ یې نن یکشنبه (د لړم ۳۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، له ۱۰۰۰ ټنو ډېر د بشري مرستو یو قطار له سین کیانګ څخه د کابل پر …

ادامه نوشته »

کرزي د سره صلیب لخوا د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانانو سره د سره صلیب د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. پخواني ولسمشر کرزي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال مشر ډومینیک سټل هارټ سره وکتل. هارټ سره په دغې کتنه کې مل پلاوی هم ور سره و. د کرزي او هارټ …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس