افغانان هرکال بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه تلو کې نږدې نیم میلیارد ډالر مصروفوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د عامې روغتیا وزیر نن په یوه خبری غونډه کې له افغانستانه وتلی طبی پرسونل څخه وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د روغتیاپالانو روزنه وکړی.
نوموړی ویلی، له افغانستانه بهر د ناروغانو د درملنې لپاره هر کال شاوخوا نیم میلیارد ډالر لګښت کیږی.
د ده په وینا که افغان ډاکټرانو او روغتیاپالانو ته په کور دننه ښه روزنه ورکړل شی، دا پیسې به د نورو هېوادونو پرځای په کور دننه په مصرف رسیږی.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې افغانستان کې د وروستی سیاسی بدلون وروسته د نورو ترڅنګ ګڼ شمېر تجربه کار او غښتلی ډاکټران له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د راپورونو له مخې په منځنی ډول هر کال په زرګونه افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ایران، هند او ډېری یې پاکستان ته د روغتیایی درملنې او تشخیص په موخه سفر کولو سره ډېری پیسې په مصرف رسوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.