کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې دغه هېواد کې د شوې خونړۍ زلزلې وروسته د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۸ زرو څخه واوښت.
که څه هم تر دې وړاندې یاد حکومت رسماً د ژغورنې د عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی و، خو تازه د دغه هېواد چارواکو د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو وروستۍ شمېره خپره کړې ده.
دوی وایی، چې مړو شویو کسانو له منځه یې ۶ زره ۲۶۵ تنه خارجی اتباع دی.
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو بده زلزله ثبت شوې، چې شاوخوا ۲ لکه ۶۴ زره اپارتمانونه یې ویجاړ کړی او په لکونه خلک یې بې کوره کړی دی.
سوریه کې بیا د جګړو او محاصرو له امله د ژغورنې عملیات پڅ وو، چې د مړو شویو کسانو وروستۍ شمېرې تر اوسه نه دی خپرې شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ