معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه (صفحه 488)

اقتصاد او ټولنه

ترکیه د هوايي ډګرونو په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه ده

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه) ترکیه وایي د هوايي ډګرونو د سمبالښت په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی له افغان لوري سره د پنځوو هوايي ډګرونو پر مدیریت …

ادامه نوشته »

په تېر کال کې له یو میلیون ډېرو بې ځایه شویو افغانانو ته مرستې رسېدلي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه)، په ملګرو ملتونو کې د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د ګڼو هېوادونو په مرسته بریالي شوي چې په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړو له لاسه له یو میلیون او یو لک بې ځایه شویو او زیان لیدونکو وګړو سره …

ادامه نوشته »

د چین او افغانستان دوستانه اړیکې؛ وانګ یې یې پر دوام ټینګار کوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولګډونه سیاسي جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي له سینهوا خبري اژانس او سي ایم جي سره په تازه مرکه کې …

ادامه نوشته »

راتلونکی کال به افغان محصولات ښه بازار ولري

ګهځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیر باز کمین زاده وایي را روان کال به د هیواد د بڼوالو مڼې او انار د بازار د نه درلودو له امله نه ورستېږي. نوموړي افغان محصولاتو په اړه یادې څرګندونې د جوس جوړوونکو شرکتونو …

ادامه نوشته »

په ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې فابریکې په کار پیل وکړ

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) د اسلامي امارت چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې یې د ۱۵ میلیونه ډالرو په مالي لګښت د چرګانو دانې د تولید فابریکه پرانستې ده. په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې …

ادامه نوشته »

له تاجکستانه د راغلې برېښنا موده یو کال نوره هم و غځول شوه

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان څخه یې د واردېدونکې برېښنا موده د راتلونکي یو کال لپاره نوره هم غځولې ده. یاده اداره وايي، له یاد هېواد سره یې په تازه لاسلیک کړي قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر …

ادامه نوشته »

پاکستان لپاره افغان سفیر د دغه هېواد د رېل پټلۍ له وزیر سره لیدلي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد خان شکیب د پاکستان د رېل پټلۍ له محمداعظم خان سواتي سره لیدلي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې، په دې لیدنه کې د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ …

ادامه نوشته »

د هېواد په ۳ هوایي ډګرونو کې رادارونه لګول کېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د افغانستان د ملکي او هوایي چلند اداره خبر ورکوي چې دوی هغه درې رادارونه تر لاسه کړي چې په تېرې جولای میاشت کې افغانستان ته راوړل شوي وو. د ملکي او هوایي چلند ادارې پرون ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له …

ادامه نوشته »

امریکا ته تللي افغان کډوال؛ د اوسېدو لپاره کرايي کورونه نه مومي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) امریکا ته تللي کډوال د کورونو په پیدا کولو کې له سختو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په امریکا کې د کورونو خاوندان یا کډوالو ته د کورونو له ورکولو ډډه کوي او یا یې هم د …

ادامه نوشته »

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې بیا ځل په کار وپیل کړ

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د کابل ښار د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په افغانستان کې له وروستي بدلونونو ورسته بیا ځل خپله دنده پیل کړه. د اسلامي امارت مرستیال ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر ویلي چې، ډاکټر زين العابدين عابد د اسلامي امارت د مشرتابه …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس