کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکی وایی، چې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو له ډلې یې یو لک تنو قانونی اسناد نه لرل، چې له همدې امله د یاد هېواد له لوری په زوره وېستل شوی او پاتې نور افغانان بیا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوی دی.
د چارواکو په وینا، هره ورځ له دوو تر دریو زرو پورې کسان د اسلام کلا او میلت له دروازو ایران ته تګ_راتګ کوی.
په همدې حال کې هېواد ته یو شمېر راستانه شوی کډوال وایی، چې په هېواد کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله اړ شوی وو چې کډوالۍ ته مخه کړی.
دوی له افغان حکومته غواړی چې د دغه ډول کډوالۍ د مخنیوی لپاره باید د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ بیا په یوه تازه ټویټ کې ویلی، چې په افغانستان کې له راستنېدونکو کډوالو او داخلی بې ځایه شویو سره مرستې ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ