کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
وروسته تر هغې چې ایران کې د افغان سفارت چارې اوسنیو افغان چارواکو ته د سپارلو راپورونه ورکړل شول، تازه یو شمېر سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې ترکیې هم پرېکړه کړې چې استانبول کې د افغان سفارت کونسلګری د اوسنی حکومت ډیپلوماټانو ته وسپاری.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ کارکوونکو ته ویل شوی چې اوسنیو افغان چارواکو ته د کونسلګرۍ د سپارلو لپاره چمتووالی ونیسی.
په رسمی ډول لا تر اوسه د دغې کونسلګرۍ د سپارلو په اړه چارواکو څۀ نه دی ویلی.
دغه هېوادونه په داسې حال کې افغان سفارتونه د اوسنی نظام مسوولینو ته سپاری، چې لا هم د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د هېڅ کوم هېواد له لوری په رسمیت نۀ دی پېژندل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ