کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منګولیا هېواد ته په سفر تللی.
د دې سفر په ترڅ کې اروپایي کمېسیون له منګولیا څخه غوښتي، چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره پر خپلو ژمنو ودریږي او دې هېواد ته د سفر په لړ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ونیسي.
منګولیا له ۲۰۰۲م کال راهیسې هغه ژمنې منلي، چې د روم د کړنلارې غړي یې باید اجرا کړي.
د اروپايي کمېسیون ویندوی ویلي، دوی د دې سفر په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او په منګولیا کې یې د خپل پلاوي له لارې د جرمونو د نړیوالې محکمې په اړه خپل دریځ په زغرده روښانه کړی دی.
ده همداراز ویلي چې اروپایي اتحادیه په اوکراین کې د نړیوالې جنایي محکمې د تحقیقاتو ملاتړ کوي او د ټولو دولتونو د همکارۍ غوښتنه کوي.
له کله چې د جرمونو نړیوالې محکمې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لړ کې د جنګي جرمونو په خاطر د روسیې د ولسمشر د نیونې حکم صادر کړی، دا لومړی ځل دی چې ولادیمیر پوتین د جرمونو د نړیوالې محکمې یوه اړوند هېواد ته سفر کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/