معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره لیدلي

افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد له خپل مل پلاوي سره په ګډه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره د افغان نجونو د تحصیل او کار په اړه لیدنې او خبرې کړي دي.
آمنې محمد ویلي، چې افغانستان ته د دوی د سفر موخه د نجونو د زده کړو او کار په اړه افغان حکومت ته د نړیوالې ټولنې د پیغام رسول دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو پلاوي ته وړاندیز کړی، چې نړیوالو ته د افغانستان رښتیني انځور منعکس کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دغه پلاوي سره لیدنه کې زیاته کړې، چې د پوهنې او روغتیا په برخو کې زیات شمېر ښځې کار کوي او ټولې هغه ښځې چې په دفترونو کې کار کوي، د دوی لخوا ورته معاشونه ورکول کیږي.
د سرپرست افغان حکومت له لوري پر نجونو د تحصیل او کار بندیزونو د نړیوالو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس