کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې چې ټاکل شوې نن پیل شي، خپل ګډون رد کړی دی.
د خبر پر بنسټ، دغه وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرپرست حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې دوی د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو – اترو زمینه برابره کړي، ګډون به یې ګټور وي، خو د اعلامیې له مخې په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله د سرپرست حکومت په دې غونډه کې د دوی بې ګټې ګډون اغېزمن نه دی بللی.
ټاکل شوې چې دغه غونډه نن ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب دوحه کې د دوه ورځو لپاره پیل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/