کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست کې د جلغوزیو ټولنې مسوولین وایي، سږکال یې حاصلات شاوخوا ۳زره ۵۰۰ ټنه اټکل شوي، چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.
په ورته مهال سوداګر غوښتنه کوي، چې د نورو هېوادونو سوداګرو پر ځای دې افغان حکومت خپلو سوداګرو ته دا زمینه برابره کړي، څو خپله خپل محصولات د چین په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي.
سوداګر دغه راز زیاتوي، چې دا مهال په کور دننه د جلغوزیو ټول کاروبار په پاکستانیو کلدارو ترسره کیږي، چې له امله یې دوی هر کال په میلیونونو افغانیو زیان ویني.
بل لور د خوست ولایتي اداره ډاډ ورکوي، چې د نورو سوداګرو د ستونزو د هوارۍ سربېره، حکومت ژمن دی، څو د جلغوزیو په برخه کې هم د خپلو سوداګرو شته ستونزې حل کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/