کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې له وسلوالې جګړې ملاتړ نه کوي.
د نوموړي په وینا، امریکا نه غواړي چې یو ځلې بیا په افغانستان کې جګړه توده شي.
تېر کال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې د سرپرست حکومت پر وړاندې د جګړې ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه هم نه بولي.
یاد وزارت ټینګار کړی و، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پرته بله لار پاتې نه ده
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/