کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون غیر قانوني کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایي ۵۰ سلنه بېرته ایران ته راګرځېدلي وي.
سکندر مومني د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، ایران نور د افغان کډوالو د کوربتوب وړتیا نه لري او هڅه کوي، چې د پولو د تړلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو له لارې ایران ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
یاد چارواکي ټینګار کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ دوام لري او د سرحدي کنټرولونو لا جدي کولو ته اړتیا ده.
دې وروستیو کې پاکستان او ایران یو وار بیا د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/