معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر یو کال لبنان او غزه کې نږدې ۱۲ زره اسراییلي پوځیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

تېر یو کال لبنان او غزه کې نږدې ۱۲ زره اسراییلي پوځیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر ویلي، تېر یوه کال کې ۱۱ زره ۸۹۰ اسراییلي پوځیانو ته په لبنان او غزه کې مرګ -.ژوبله اوښتې.

انادولو ترکي آژانس د اسراییلو پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر له قوله ویلي، د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې راهیسې غزه او لبنان کې د اسراییلو ۸۹۰ پوځیان وژل شوي او ۱۱زره نور یې ټپیان شوي دي.

پخواني لومړي وزیر یاییر لابید د اسراییلو له یوې تلوېزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال د دغه هېواد پوځ ته د اوښتو زیانونو پړه د اسراییلو پر اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اچولې ده.

هغه ویلي، که د دغه هېواد لومړی وزیر نتانیاهو د جګړې پای لپاره هڅه ونه کړي، نو ممکن د پوځيانو په وژنه کې زیاتوالی راشي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي تېر کال کې د وژل شویو اسراییلي اشغالګرو شمېر ۸۹۰ تنه ښودلی دی، خو خپلواکې نړیوالې سرچینې بیا د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر له دې څو برابره ډېر ښيي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس