معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د افغانستان په اړه د اسلام آباد سیاست؛ دوه رنګي او دوه مخي!

د افغانستان په اړه د اسلام آباد سیاست؛ دوه رنګي او دوه مخي!

د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د افغانستان په تړاو د اسلام آباد په سیاست کې دوه مهمې پېښې او بدلونونه را منځ ته شول، یوې خواته د افغانستان لپاره د اسلام آباد ځانګړی استازی “آصف دراني” تر یوي مودې خدمت وروسته، په ناڅاپه بڼه له خپلې دندې ګوښه کړای شو، که څه هم د ده د ګوښه کېدو په تړاو د اسلام آباد په رسمي اعلامیه کې د دې کار لاملونه ندي په ګوته شوي، خو آزاد څېړونکي پدې باور دي چې ښایي د ښاغلي دراني د ماموریت په دوره کې د پاکستان حکومت او “سټبلشمنټ” هغه هیلي او توقعات نه وي پوره شوي چې د یوه ځانګړي استازي په توګه یې له هغه څخه درلودل.

بل اړخ ته بیا د دغه هېواد په اوسني حکومت کې د سرحد ایالت لومړي وزیر “امین ګنډاپور” په یوه غونډه کې ویلي دي د خپل ایالت په استازولۍ غواړي افغانستان ته پلاوی واستوي او پدې توګه ځیني مسایل له افغان حکومت سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د افغانستان په تړاو د اسلام آباد حکومت د دغه دوه دریځونو او پېښو څخه په ډاګه څرګندیږي چې هغوی نه یوازې دا چې د افغانستان په تړاو واضح او څرګند سیاست او تګلاره نه لري، بلکې د خپلو ملکي مسایلو په تړاو هم له ګډوډۍ او بې اتفاقۍ سره مخ دي چې دا د یوه حکومت او یوه نظام لپاره تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کېږي او مخصوصاً د بهرني سیاست په تړاو د یوه حکومت د دوه رنګي او بې اتفاقي، په نړیواله کچه د هغه هېواد د ناکامۍ او دوه زړي توب ښکاروندی ګڼل کېږي چې د هغه هېواد حیثیت په نړیوالو مراجعو کې له خاورو سره خاورې کوي.

دا یوازې د افغانستان په تړاو هم نده چې د اسلام آباد د سیاستمدارانو بې اتفاقي او د سیاستونو نه روڼوالی په ډاګه کېږي، د سیمي او نړۍ د اکثره مسایلو په تړاو او له اوږدې مودې راپدېخواه اسلام آباد چارواکي یوه خوله ندي او د اسلام آباد او دغه هېواد د ایالتي حکومتونو تر منځ واضح اختلاف او بېل والی په ډاګه کېږي.

بل اړخ ته پېښې او حالات دا هم په ډاګه کوي چې د اسلام آباد په خام تار تړلي د پاکستان څلور واړه ایالتونه اوس هغه همغږي او سمبولیک اتحاد هم نه سره لري چې تر څه مودې پخوا یې درلود، ځکه د ټولو داخلي کړکیچونو سره سره تر څه مودې وړاندې داسې اټکل نه کیده چې دا هېواد به د تجزیې او ټوټه کېدو له جدي ګواښ سره مخ وي، خو د دې هېواد وروستۍ پېښې او هلته ورځ تر بلې زیاتېدونکې نا امني اوس له ورایه ښکاروي چې که د اسلام آباد او سټبلشمنټ اوسني د ټکر او فشار سیاستونه همداسې دوام وکړي، لیري نده چې د بنګلدېش د بېلېدو په څېر دلته د تجزیې او بیلتون یوه بله پېښه هم را منځ ته شي چې دا به بیا په طبیعي بڼه له ځان سره نور بحرانونه هم وزېږوي او پایلې به یې هم په طبیعي توګه، نه اسلام آباد او نه د سیمې او ګاونډ نورو هېوادو ته خوندورې وي.

د افغانستان په تړاو د اسلام آباد سیاستونه هېڅ کله په اصولي او د نړیوالو منل شویو او تعریف شویو اړیکو پر بنسټ نه وې ولاړې او همدا لامل دی چې که په کابل کې هر ډول او د هر چا حکومت راغلی اسلام آباد ورسره دښمني پاللې او که کابل څومره هم هڅه کړې ترڅو له دوی سره د ګاونډي توب او اسلامي ورورګلوۍ د اصولو له مخې وړاندې ولاړ شي، خو د اسلام آباد واکمنو او د پردې شاه ته د دغه هېواد پر هر تورو او سپینو حاکمو پوځي استخباراتو ورته د شک په سترګه کتلي او برعکس دلته یې د مرکزي حکومت د تخریب او ورته د ستونزو جوړولو هڅه کړې ده.

اوس که یوازې دغه دوه پېښو ته پاملرنه وکړو، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی ښاغلی درانی ظاهراً لدې امله له دندې ګوښه کېږي چې ویې نشوای کړای د افغانستان د اوسني حکومت او اسلام آباد تر منځ د تفاهم او یا پر افغان واکمنو د اسلام آباد فشارونه و مني او د دوی د هیلو او توقعاتو خلاف افغان حکومت ځان ته ځانګړی بهرنی سیاست خپل کړی او له هېوادو سره په خپله خوښه تعامل او چلند کوي، بل خوا پداسې حال کې چې اسلام آباد او چارواکي یې پر خپل ځای ناست دي، یو ایالتي مشر را پاڅېږي او کابل ته د ښو اړیکو او دوه اړخیزو ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو په موخه لاس را غزوي.

دا دواړه پېښې او ورسره تړلي خبرونه او بحثونه ښکاروي چې نور د افغانستان په تړاو د اسلام آباد سیاستونه چې له اوږدې مودې یې له ناکامۍ پرته بله پایله نه درلوده، نور د رسوایۍ او بربنډتوب خواته روان دي او شاید بدې پایلې هم له ځان سره ولري. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس