معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ د خصوصي بانکونو پر تقویې خبرې شوی

د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ د خصوصي بانکونو پر تقویې خبرې شوی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۲۷او د اګسټ میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د ا.ا د حکومت اقتصادي کمېسیون وايي، چې د رییس الوزارء د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې په ننۍ غونډه کې د خصوصي بانکونو د تقویې او نورو مسایلو خبرې کړي.
کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په یاده غونډه کې د خصوصي بانکونو د تقویې په موخه اقتصادي کمېسیون د بانکي قضیو د ژر خلاصون لپاره له سترې محکمې د یوې اختصاصي محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې ټینګار شوی، چې د بهرنیو چارو وزارت دې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د خصوصي بانکونو د بانکي حسابونو د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
کمېسیون پرېکړه کړې، چې دغه راز بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک دې له مرسته کوونکو بنسټونو سره همغږي وکړي، څو نقدي بشرپاله مرستې د یو بانک پر ځای د څو خصوصي بانکونو له لارې حواله کړي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو څرګنده کړې، چې د افغانستان بانک وړتیا ته په کتو دې د دولتي کارکوونکو معاشونه د خصوصي بانکونو له لارې حواله شي.
د اقتصادي کمېسیون د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې دې خصوصي بانکونه د ایران، پاکستان او مالیزیا له تجربو څخه ګټه واخلي.
د ا.ا اقتصادي کمېسیون خبرداری ورکړی، چې خصوصي بانکونه دې د شریعت مطابق د مرکزي بانک د تګلارې پر بنسټ خلکو ته د اسلامي قرضو(مضاربه، مرابحه، سلم) ورکړه پيل کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس