معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندز اوسېدونکي د قلعه‌ زال او آقتپې ترمنځ د یو ځای کېدونکي ګډ پل د رغېدو غوښتنه کوي

د کندز اوسېدونکي د قلعه‌ زال او آقتپې ترمنځ د یو ځای کېدونکي ګډ پل د رغېدو غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دا پل د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوی، چې په ویجاړېدو سره یې یوه ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې ده.
ځایي خلک وایي، د دې پل نړېدل نه‌ یواځې دا چې مواصلاتي لارې یې اوږدې کړې، بلکې د تګ – راتګ پر مهال یې خلکو ته ګڼې ستونزې هم پیدا کړې دي.
دوی له حکومتي چارواکو غواړي، چې دغه پل ورته بیا ورغوي، څو یاده ولسوالۍ بېرته د کندوز ولايت له مرکز سره ونښلول شي.
بل لور بیا د قلعه زال ولسوالۍ مرستيال او سرپرست مولوي عبدالله عبيده په‌ دې ولسوالۍ کې دغه ستونزه مني او زیاتوي، چې دغه ستونزېه یې د سیمه ییز حکومت له چارواکو سره شریکه کړې او په وینا یې هغوی ورته د پل د بیا رغونې ژمنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس