کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې سږ کال د ګمرکي معافیتونو او نورو اسانتیاو له امله بهر ته د پنبې، مېوو او سبزیجاتو صادرات ډېر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاته کړې، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې افغانستان د نږدې ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات او صادرات لرلي، چې ډېره برخه یې د وارداتو ده.
د نوموړي په وینا، تېر کال افغانستان د یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې په مقابل کې یې د څه باندې ۸ میلیارد ډالرو واردات هم لرلي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/