معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې ایران ته S-400 هوایي دفاعي سیستم استولی

روسیې ایران ته S-400 هوایي دفاعي سیستم استولی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پوليټیکل سکای او دفاع عربي رسنیو راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د شخړو له زیاتېدو وروسته روسیې د ایران اټومي تاسیساتو د ساتنې په موخه د S-400 اوږد واټن ویشتونکی هوایي دفاعي سیسټم استولی.

د روسیې له لوري ایران ته د اس ۴۰۰ هوایي دفاعي سیسټم د ورکړې راپورونه په داسې مهال ورکول کیږي، چې تېره اونۍ ایران د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله او حماس جهادي غورځنګ د مخکیني مشر اسماعیل هینة د شهادت په غبرګون کې پر اشغالګر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، چې د راپورونه له مخې دې برېدونو کې د اسراییلو درې پوځي اډې په بشپړه توګه ویجاړې کړې.

تر دې بریدونو وروسته اوس د اسراییلي پوځ د راډیو په وینا اسراییل هم پر ایران د ځوابي برید لپاره پر چمتوالي کار روان کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس