کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۰ نېټه):
په داسې حال کې چې د غزې ځایي خلکو له رسنیو سره د خبرو پرمهال وضعیت ډېر اندېښمنوونکی بللی، د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ.
ځایي خلکو ویلي، چې یوازې د څلورو ورځو لپاره تېل، د دریو ورځو لپاره خواړه او د دوو ورځو لپاره اوبه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ګیبریسوس د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د مرستو د لېږلو سره باید د اوربند لپاره هم هڅې وشي.
د عربي رسنیو د خبر له مخې د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس کې د حمــ.ـاس جنګیالیو او اسراییلي اشغالګرو ترمنځ جګړه په شدت سره روانه ده.
اسراییلي اشغالګرو پر بې دفاع ولسي وګړو د بریدونو په ترڅ کې له ۱۸ زرو ډېر وګړي وژلي او له ۵۰ زرو څخه د ډېرو کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ دوه میلیونه کسان د دغو بریدونو له امله بې ځایه شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/