معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې له دوه کلن ځنډ وروسته بیا ځل سباوون تلوېزیون خپل نشرات پیل کړل

هلمند کې له دوه کلن ځنډ وروسته بیا ځل سباوون تلوېزیون خپل نشرات پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې له دوه کلن ځنډ وروسته سباوون خصوصي تلوېزیون د یو لړ مراسمو پر مهال یو ځل بیا خپل اته ساعته نشرات پیل کړل.
د خبر له مخې دغه مراسمو کې د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال، د سباوون رسنیز ګروپ نشراتو مسوول او یو شمېر نورو خبریالانو او د ژورنالېزم د کورنۍ غړو ګډون درلود.
خبر زیاتوي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو دغه غونډه کې د هلمند مېشتو رسنیو او خبریالانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې هلمند کې دا مهال د دوه ټلوېزيونونه او اووه غږیزې رسنۍ فعالیت کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس