کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرضي کرښې دواړه لوري سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانیستلو په تړاو هوکړې ته رسېدلي.
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې او ګډې جرګې غړي عزیز الرحمن ویلي، د لارې پرانیستلو په اړه دواړو لورو هوکړه کړې او ټاکل شوې نن ماښام د تورخم دواړه لوري د لارې پرانیستلو په اړه د ترتیباتو نیولو لپاره د همغږۍ غونډه وکړي.
ټاکل شوې چې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
دغه لار له نږدې یوې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان لخوا د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړل شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/