کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل لیکې سترې پروژې ټاپي چارې به نن د افغانستان هرات ولایت کې په رسمي ډول پیل شي.
د ټاپي پروژې نل لیکه به له کلونو انتظار وروسته افغانستان کې پیل شي، چې د اقتصادي چارو د شنونکو په باور افغانستان لپاره به ګڼې اقتصادي ګټې ولري.
دغه پروژه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴ کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې به یې چارې نن ورځ پیل شي.
ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.
د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د ټاپي پروژې د چارو پیل لپاره نن هرات ولایت کې ځانګړي مراسم نیول شوي، چې هم مهاله به ورسره د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارې هم پیل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/