معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغان_ټرانس د لارې بدلون غوښتنه کړې

پاکستان د افغان_ټرانس د لارې بدلون غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۴مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس وايي، چې پاکستان د افغان_ټرانس رېل پټلۍ د لارې د بدلون غوښتونکی دی.
نوموړي ترکیې ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې پاکستان له لوګر_تورخمه، لوګر خرلاچي ته د دې پروژې د تګلوري د بدلېدو غوښتنه کړې ده.
د ده په وینا، د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې ټولنې د منځني ختیځ د برخې په غونډه کې د افغانستان_ټرانس پروژې په تړاو هم خبرې وشوې.
له دې سره هم‌ مهاله، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د پاکستان له سفیر سره د ټرانسپورټي پروژو په تېره بیا د ترمز_مزارشریف، کابل، پېښور د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان_ټرانس د اوسپنې پټلۍ ۷۶۴ کیلومټره اوږدوالی لري او د جوړېدو لګښت یې ۶ میلیارډ ډالره اټکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس