کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د راتلونکي کال له پیله به په کابل کې د سرطاني ناروغیو لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پيل کړي.
دغه وزارت د سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، یاد روغتون به د ځانګړو اسانتیاوو لرونکی وي او د سرطاني ناروغانو لپاره به پرمختللي روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان همدا راز زیاته کړې، چې د کابل ترڅنګ به د هېواد په پنځو زونونو کې هم د سرطاني ناروغانو د درملنې ځانګړي مرکزونه جوړ شي.
نوموړي ویلي، چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د سرطان ناروغۍ کچه مخ پر زیاتېدو ده او یوازې سږ کال شاوخوا ۶ زره نویو ناروغانو د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونو ته مراجعه کړې ده.
د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، دغه نوي روغتیایي مرکزونه به د هېواد دننه د سرطاني ناروغانو درملنې ته اسانتیاوې برابرې کړي، څو دوی اړ نه شي چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/