کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري په کابل کې له تېرې ورځې راهیسې د تکړه بهرنیو او کورنیو روزونکو تر څارنې لاندې د فزیکي تکړښت ټرېنرانو او دغه راز د ورزشي ډاکټرانو د روزنې لپاره روزنیز ورکشاپونه پیل شوي دي.
کرکټ بورډ ویلي، د دې ورکشاپونو په ترڅ کې به بېلابېلو ګډونوالو ته په اړوند برخو کې روزنه ورکړل شي.
د مسوولینو په وینا دغه دواړه روزنیز ورکشاپونه به د روانې جولای میاشتې تر دېرشمې نېټې دوام وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/