کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو شويو پلونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د مسوولینو په خبره دغه پلونه د پشد او زیړي بابا سیمو کې دي، چې پخوا نړېدلي وو.
د سرچینې په خبره د پشد پل ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري او د زېړي بابا پل بیا د ۲۳۰ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور سره رغول کیږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د کونړ ځایي چارواکو ويلي، د دغو پلونو په جوړېدو سره به د سیند دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ – راتګ ستونزي هوارې شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/