معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګردیز کې یو افغان سوداګر د درې نیم لکه ډالرو په ارزښت یو مسجد ګټې اخیستنې ته وسپاره

ګردیز کې یو افغان سوداګر د درې نیم لکه ډالرو په ارزښت یو مسجد ګټې اخیستنې ته وسپاره

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ګردیز ـ کابل لویې لارې اړوند تېري کوتل سیمه کې د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې رییس الحاج محمد میرزا کټوازي له لوري د درې نیم سوه زرو امریکایي ډالرو په ارزښت یو مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سوداګر محمد میرزا ګټوازي د دې مسجد ګټې اخیستنې پر مهال وویل هڅه مو دا ده، چې په همدې سیمه کې د هېواد په کچه تفریحي پارک، د ښځینه وو لپاره مسجد او د مجهز هوټل جوړولو چارې پیل کړو.
هغه د افغانستان په نورو ملي سوداګرو هم غږ وکړ، څو په ګډه د هېواد په آبادۍ کې ورته خپل رول ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس