معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / آمنه محمد افغانستان ته د خپل سفر جزیات له امریکایي چارواکو سره شریکوي:

آمنه محمد افغانستان ته د خپل سفر جزیات له امریکایي چارواکو سره شریکوي:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد به افغانستان ته د خپل سفر جزییات له امریکايي چارواکو سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې آمنه محمد به واشنګټن کې له لوړ پوړو امریکايي چارواکو او ډیپلوماټانو سره وګوري او افغانستان ته د خپل سفر د جزییاتو په ګډون به په بېلابېلو مسایلو ورسره خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد موده وړاندې افغانستان ته سفر کړی او دلته یې کندهار او کابل کې له یو شمېر اوسنیو چارواکو سره د نجونو د تعلیم، تحصیل او کار په ګډون په یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس