کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي، د دې ادارې د طرزالعمل له مخې مخابراتي شبکې مکلفې دي، چې ټول فعال سیمکارتونه ثبت او راجستر کړي.
د خبر پر بنسټ د یادې ادارې ویاند زیاته کړې، اوسمهال هېواد کې ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي، چې له دې ډلې ۱۲.۵ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
وړاندې تر دې خلکو د سیکارتونو د ثبت پرمهال د ګڼې – ګوڼې له ډېرښته شکایت کاوه، خو مسوولین وایي، اوس یې تر پخوا اسانتیاوې زیاتې کړې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/