معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اتریش د هرات زلزله ځپلو سره ۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اتریش د هرات زلزله ځپلو سره ۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې اتریش د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او یمن سره د ۸ میلیونه یورو په ارزښت د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې مرستې هدف د هغو کسانو لاسنیوی دی، چې په دغو هېوادونو کې جګړو او نورو طبیعي پېښو زیانمن کړي دي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره دغه پیسې به د هغو زلزله ځپلو پر لاسنیوي هم ولګول شي، چې روانه میلادي میاشت یې په هرات کې زیات زیانونه وګالل.
د اعلامیې له مخې، په هرات کې وروستۍ زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ – ژوبله واړوله او د افغانستان هغه زېربناوې یې ویجاړې کړې، چې له مخکې یې هم زیانونه لیدلي وو.
درې میلیونه یورو به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ، دوه میلیونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې په افغانستان او سیمه کې د دوی پر کارونو ولګول شي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس