کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال کابل کې د ازبکستان له سفیر آیبیک عارف عثمانوف سره لیدنه کړې.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی.
د ازبکستان سفیر آیبیک عارف عثمانوف په دغه لیدنه کې ویلي، چې د ازبکستان سوداګر او پانګوال چمتو دي، څو افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو په جوړولو، د درملو وارداتو، د سمنټو فابریکو جوړولو او د ډبرو سکرو د پېرلو او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
یاده لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې دې وروستیو کې د پام وړ غوړېدلي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/