کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټېلیفون خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ دغو خبرو کې نوموړي پر غزې د اسراییلو د بریدونو ختمولو لپاره د اسلامي هېوادونو له خوا د فشار پر راوستلو ټينګار کړی دی.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې اردوغان یو ځل بیا اسراییل د فلسطینانو پر نسل وژنې تورن کړی دی.
اردوغان د اسلامي هېوادونو د ګډ اقدام اهمیت ته په اشارې ویلي، پر غزه د اسراییلو بریدونه او د هغوی له خوا د بشري حقونو نقض باید پای ومومي او هلته تلپاتې اوربند ټينګ شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/