کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروزګان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ويلي، چې د یاد ولایت په مرکز اړوند عمري بازار کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
دغه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رییس به وینا سېلابونو عام خلک زيانمن کړي، خو ډاډ ورکوي چې د سېلاب ځپلو له کورنیو سره به عاجلې مرسته ترسره کړي.
ځایي خلک هم د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه اندېښمن دي.
دوی وایي، چې د تېرو ۲ ورځو په بهیر کې د سېلابونو له امله يې کورونه ویجاړ او ۹ زره کیلو په شاوخوا کې وچ بادام یې له منځه تللي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/