کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت ځایي چارواکو ويلي، چې دغه لس روغتیايي مرکزونه د یاد ولایت په چورې، چنارتو، چارچینو، خاص روزګان او دهراود ولسوالیو کې د پولیو د مخنیوي نړیوال سازمان( PEI) په مالي او د روغتیا او ټولنې د ودې او پراختیا سازمان( OPHCD) په تخنیکي همکارۍ پرانیستل شول.
راپورونه زیاتوي، چې دغو لسو روغتیایي مرکزونو کې به لسګونه زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د اروزګان د عامي روغتیا د رییس په وینا، دې روغتیایي مرکزونو کې به د واکسین د تطبیق ترڅنګ، خوارځواکو ماشومانو ته تقویتي موادو ورکول او مشورې، د زېږون او نور لومړني مسایلو اړوند خدمات وړاندې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/