کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په تور د ایران پر ځینو کښتۍ چلونکو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي.
د اروپايي کمېسیون لخوا په تازه اعلان کې ویل شوي، چې د ایران د کښتۍ چلوونکي ځینې شرکتونه د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.
په دې بندیزونو کې د روسیې درې کښتۍ چلوونکي شرکتونه هم شامل دي، چې ویل کیږي د کسپین سمندرګي له لارې یې په ایران کې جوړ وسلې، مهمات او د بې پیلوټه الوتکو پرزې روسي ځواکونو ته لېږدولې دي.
د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د بندیزونو له لارې د اوکراین جګړې ته د هر ډول بهرني ملاتړ مخه ونیسي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/