معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې افغان کډوالو لپاره د ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې افغان کډوالو لپاره د ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او د هغې مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې اروپايي ټولنې د افغان کډوالو لپاره د ۴۷ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

د دوی په خبره د دې مرستې موخه د افغان کډوالو د ژوند ښه کول دي، چې د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې به ولګول شي.

مسوولین زیاتوي، یاده مرسته به د هغو کډوالو لپاره حیاتي وي، چې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس