معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۴۳ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۴۳ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې اروپایي ټولنې افغانستان سره د نږدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته تصویب کړه.

رسنۍ زیاتوي، چې د اروپايي ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنرې یوتا اورپیلینین د دغو مرستو د تصویب پرمهال ویلي، چې اروپایي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او دا دریځ د بدلیدو نه دی.

نوموړې زیاته کړې، چې د اروپایي تولنې ۱۰۲،۸ میلیونه یورو مرسته به د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي، د زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو په مصرف ورسول شي.

د اروپیلینین په وینا، دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شي، چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د اروپایي ټولنې دا مرسته د هغه یو میلیارد او دوه سوه یورو ژمنې یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دې ټولنې له افغانانو سره کړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس