معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ډله‌ ييزې ایستنې لړۍ ودوري

اروپايي ټولنې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ډله‌ ييزې ایستنې لړۍ ودوري

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپايي ټولنې یوه چارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله‌ ییز جبري اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه کړې.

د خبر پر بنسټ د منځني ختیځ، جنوبي، لوېدیځې او مرکزي آسیا لپاره د اروپايي کمېسیون مشر آنډریاس پاپاکونستانتینو پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې یې له پاکستان څخه په جبري ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره کتلي دي.

هغه ویلي، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالۍ شورا په همکارۍ دغو راستنېدونکو ته اساسي مرستې برابروي.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، چې ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي، پاکستان د سپټمبر میاشتې له ۱۵ مې راهیسې چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ یې پیل کړې، تر ۶۳ زره او ۹ سوو نه ډېر افغانان ایستلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس