معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ځواکمنو هېوادونو د غزې بیارغونې لپاره د مصري طرحې ملاتړ کړی

اروپايي ځواکمنو هېوادونو د غزې بیارغونې لپاره د مصري طرحې ملاتړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټر خبري آژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې، اېټالیا، جرمني او برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې د بیارغونې لپاره د ۵۳ میلیارده ډالرو عربي طرحې ملاتړ اعلان کړی.

د راپور په اساس دغو څلورو اروپايي هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې دا طرحه د غزې د ویجاړیو د رغولو لپاره یوازینۍ واقعي لار ده او کولی شي، چې جګړه ځپلو فلسطینیانو ته هیله بښونکې راتلونکې جوړه کړي.

دا طرحه د مصر په نوښت وړاندې شوې، چې عربي هېوادونو مشرانو تایید کړې، خو اسراییل او امریکا بیا رد کړې ده.

د عربي هېوادونو د طرحې ملاتړ داسې مهال کیږي، چې غزه کې د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له امله په لکونو کورنۍ بې‌ ځایه شوي او د سیمې ثبات له جدي ګواښونو سره مخ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس