معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپایي ټولنه د بشري حقونو سرغړونې له امله اسراییلو سره سیاسي خبرې ځنډوي

اروپایي ټولنه د بشري حقونو سرغړونې له امله اسراییلو سره سیاسي خبرې ځنډوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوږل جوزپ بورل اعلان کړی، چې اروپایي ټولنه به په فلسطین او لبنان کې د بشري حقونو د سرغړونو له امله له اسراییلو سره سیاسي او ډیپلوماتیکې خبرې ځنډوي.

تمه ده چې دا پرېکړه په رسمي ډول د راتلونکې اونۍ په پیل کې اعلان شي.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د اروپایي ټولنې د امنیتي چارو عالي کمېشنر د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ته په فلسطین کې د روان بشري ناورین په اړه مستند اسناد سپارلي.

دا اسناد به د اروپایي ټولنې په کچه د اسراییلو پر وړاندې د ډیپلوماتیکو اړیکو په خنډ کې مهم رول ولوبوي.

د عبراني رسنیو په وینا، د اسراییلو او اروپایي ټولنې ترمنځ اړیکې د غزې او لبنان د جګړو له امله ټیټې کچې ته رسېدلي او د اروپایي ټولنې لخوا د سیاسي خبرو بندول به د اړیکو په خرابولو کې لا ډېر اغېز ولري.

د اسراییلو د وروستیو بریدونو په پایله کې یوازې په غزه کې تر ۴۴ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي، څه باندې ۱۰۰ زره ټپیان او نږدې ۲ میلیونه وګړي بې‌کوره شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس