معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپایي ټولنې افغانستان سره د ۵ سوه یورو مرستې ژمنه وکړه

اروپایي ټولنې افغانستان سره د ۵ سوه یورو مرستې ژمنه وکړه

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۳۰):
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې امنيتي سلاکار له افغانستان سره د اروپايي ټولنې پر دوامداره همکاریو او مرستو ټینګار کړی دی.
دغې سلاکار ویلي چې په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به له افغانستان سره پنځه سوه میلیونه یورو مرسته وکړي. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې امنيتي سلاکار ژواو دغه څرګندونې په کندهار کي له ولایتي چارواکو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي تېره ورځ کندهار ته سفر کړی و او هلته يې د کندهار له مرستيال والي او ځینو نورو مسوولينو سره لیدلي دي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول ویلي، د اروپايي ټولنې له امنيتي سلاکار سره په دې سفر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سياسي سلاکار زاهدالرحمن هم ملتیا کوله.
نوموړي زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې د دغو سلاکارانو د سفر موخه له ځایي چارواکو او خلکو سره لیدنه ښودل شوې، څو هغه اړتياوې چې خلک يې لري، په خپلو راتلونکو پلانونو کې شاملې کړي. د کندهار مرستیال والي هم د اروپایي ټولنې له مرستو او همکاریو مننه کړې او د هغوی د خدماتو د لا پراختيا غوښتنه يې کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس