کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره د ۱۴۶ میلیونه یورو مرستې د نوې کڅوړې اعلان وکړ.
یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مالي کڅوړه بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړي ډول روغتیا، زده کړو او د خوړو مصوونیت ته ځانګړې شوې او د نجونو او ښځو پر ملاتړ هم تمرکز لري.
د دې ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنر همد اراز روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخو کې ۳ نور پروګرامونه هم جوړ کړي، چې ۱۵ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام، ۱۶ میلیونه یورو د روغتیا نړیوال سازمان او ۱۵ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق ته ځانګړې شوي دي.
بل لور اقتصاد وزارت بیا له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له دغو مرستو څخه په هرکلي سره ویلي، چې دغه ډول مرستې د هېواد د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/