کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې یې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو بشري مرستو وړاندې کولو لپاره ۲۰۰ زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کیږي، ځانګړې کړې دي.
د خبر پر بنسټ دا مرستې به په اغېزمن شویو په ځانګړې توګه لویدیځو، شمالي او ختیځو ولایتونو کې له ۲۸ زرو کسانو سره وشي.
د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې به ورځنۍ اړتیاوې؛ لکه: روغتیايي چوپړونه، سرپناه او د پخلنځي توکي وي.
له څو اونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/