معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان کې یوې چاودنې ۱۶۲ کسان ژوبل کړي

ازبکستان کې یوې چاودنې ۱۶۲ کسان ژوبل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۶ مه نېټه):
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یوې چاودنې یو کس مړ کړی او ۱۶۲ نور یې ژوبل کړي دي.
د راپور پر بنسټ، له یادې چاودنې وروسته سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې د مهار لپاره یې اور وژونکي ډلې سیمې ته رسېدلي دي.
دغه چاودنه د تاشکند هوایي ډګر ته څېرمه په یو ډیپو کې رامنځته شوې، چې تر اوسه یې لامل نه دی په ډاګه شوی.
ویل کیږي چې د اورلګېدنې له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي، خو دقیق ارقام یې تر اوسه معلوم نه دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس