کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې د استخباراتو ریاست په همکارۍ د څه باندې زر ټنو لیتیم معدن د قاچاق مخه نیولې ده.
د خبرپاڼې له قوله یاد لیتیم معدن له نورستان او کنړ ولایتونو څخه ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدل او ټاکل شوې وه، چې په همدې لارې له هېواده بهر ولیږدول شي.
افغانستان چې له ګڼو معدنونو څخه ډک هېواد دی، د تېرو څو لسیزو جګړو او نا امنۍ له امله یې په زرګونو ټنه قیمتي ډبرې او نور معدن په ناقانونه توګه استخراج او بهرنیو ملکونو ته قاچاق شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/