معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسرایيل پر ایران د یو لوی برید لپاره چمتووالی نیسي

اسرایيل پر ایران د یو لوی برید لپاره چمتووالی نیسي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلي پوځ راډیو خبر ورکړی، چې پوځ یې په جدي ډول د ایران پر وړاندې د یو ستر برید لپاره چمتووالی نیسي چې د دوی په وینا دا به یوه مهمه او لویه پېښه وي.

اسراییلي راډيو د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي، اسراییلي پوځ پر ایران د ستر برید لپاره پر چمتووالي بوخت دی، چې د دوی په خبره دا برید به تهران لپاره سخت وي.

د سرچینې په خبره اسراییلي اشغالګر د سیمې له شریکو هېوادونو څخه په برید کې د پراخې همکارۍ تمه لري.

بل لور یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اشغالګرو اسرائیلو ملګرو هېوادونو استازو او د اسراییلي پوځ مشرانو ترمنځ خبرې شوي، ترڅو په ایران د برید لپاره غبرګون همغږی کړي.

ایران بیا ګواښ کړی، چې پر دوی هر برید به بېرته اسراییلو لپاره په درنه بیه تمامه شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس